د بغلان بورې امارتي شرکت خپل ملکیتونه له غصب څخه راوګرځول
د بغلان بورې امارتي شرکت خپل ملکیتونه له غصب څخه راوګرځول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د بغلان بورې امارتي شرکت دوه هوټلونه او دوه استوګنیز کورونه، د بغلان ولایت له مقام سره په همغږۍ د جوړې شوې ګډې کمېټې له لوري د شتمنیو د تثبیت او بېرته ترلاسه کولو په لړ کې، د دغه شرکت تر واک لاندې راوستل.
دغه پروسه چې د ولایت مقام، استخباراتو، د چاپېریال ساتنې ادارې، مستوفیت او ښار جوړونې د استازو په ګډو هڅو ترسره شوه، یاد ځایونه د شرکت اړوند ملکیتونه وپېژندل شول او بېرته د دغه شرکت واک ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده چې د بغلان بورې امارتي شرکت د اړوندو ملکیتونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره، خپلو هڅو ته دوام ورکوي.