د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د معارف مطبعې امارتي شرکت د ډیجیټل فلکس د چاپ ماشین بېرته فعال شو

1405/8/5 11:20
Mumtaz خبرونه

د معارف مطبعې امارتي شرکت د ډیجیټل فلکس د چاپ ماشین بېرته فعال شو
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د معارف مطبعې امارتي شرکت د ډیجیټل فلکس د چاپ ماشین له پرله‌پسې هڅو وروسته، په بریالیتوب بېرته فعال شو او اوس چمتو دی چې پېرودونکو ته د چاپي چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه ورڅخه ګټه واخیستل شي.
 
دا لاسته راوړنه د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د رهبرۍ د هڅو، د یاد شرکت اجرائیوي رئیس د پاملرنې او ملاتړ او د تخنیکي همکارانو د صادقانه زیار په پایله کې ترلاسه شوې ده؛ د دغه ماشین بېرته فعالېدل د تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو، د چاپ د کیفیت د ښه کولو او د چاپي چوپړتیاوو د پراختیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
 
د یادونې وړ ده چې د دغه ماشین په فعالېدو سره به د لوړ کیفیت چاپي چوپړتیاوو وړاندې کولو زمینه برابره شي او د پېرودونکو اړتیاوې به په ټاکلي وخت کې په اغېزمنه توګه پوره شي.