د امارتي شرکتونو لوي ریاست

آریانا د ټکټونو د خرڅلاو اکاونټ جوړولو بیه ۷۵ سلنه راټیټه کړه

1405/8/5 14:20
Mumtaz خبرونه

آریانا د ټکټونو د خرڅلاو اکاونټ جوړولو بیه ۷۵ سلنه راټیټه کړه
 
د امارتي شرکتونو عمومي رياست د آریانا افغان هوايي شرکت له لوري د ټکټونو په خرڅلاو سيستم کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، اوس ټول سیاحتي شرکتونه کولای شي د مسافرینو د ټکټونو د خرڅلاو لپاره د آریانا یوزر اکاونټ په هېواد کې دننه د ۵۰ زره افغانیو او له هېواده بهر د ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې جوړ کړي.
 
د یادې پرېکړې موخه سیاحتي شرکتونو ته د اسانتیاوو برابرول او د آریانا افغان هوايي شرکت د ټکټونو د خرڅلاو بهیر ته پراختیا ورکول دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د یاد اکاونټ د جوړولو بیه په هېواد کې دننه دوه لکه افغانۍ او له هېواده بهر یې معادل ټاکل شوې وه.