د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو د پیاوړتیا او تنظیم لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم د تطبیق په موخه غونډه وشوه

1405/8/5 14:26
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو د پیاوړتیا او تنظیم لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم د تطبیق په موخه غونډه وشوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال په مشرۍ، د سوداګریزو چارو، ملکیتونو او پانګونې مرستیال ملا عبدالرحمن رحماني او د اجرائیوي رئیسانو په ګډون، د امارتي شرکتونو د پیاوړتیا او تنظیم په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم د عملي کېدو په موخه غونډه ترسره شوه.
 
د غونډې په پیل کې مولوي احمد جان بلال د یاد حکم د ښه او اغېزمن تطبیق پر اهمیت خبرې وکړې او د هغه عملي کول یې د ټولو مسؤولیت یاد کړ.
 
ښاغلي بلال د امارتي شرکتونو د لا پیاوړتیا، د چارو د ښه تنظیم او د فعالیتونو د پراختیا په موخه پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.
 
ورپسې د سوداګریزو چارو، ملکیتونو او پانګونې مرستیال د یاد حکم عملي کول مهمه وجیبه او مسؤولیت وباله او ټینګار یې وکړ چې ټول باید د حکم د ښه تطبیق لپاره خپلې دندې په مسؤولانه توګه ترسره کړي.
 
همداراز ښاغلي رحماني د امارتي شرکتونو د پیاوړتیا، منظم مدیریت او پراختیا په موخه د لا ډېرو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.
 
په پای کې د اړوندو امارتي شرکتونو اجرائیوي رئیسانو د چارو د لا ښه والي لپاره خپل وړاندیزونه شریک کړل او غونډه په دعائیه سره پای ته ورسېده.