د امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د څار پلاوي ناسته کې، د مالیې وزیر، حاجي ملا محمد ناصر آخند، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او د افغانستان بانک رئیس ملا نور احمد آغا ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د امارتي شرکتونو د پیاوړتیا او تنظیم په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د حکم د ښه تطبیق پر بنسټ د کمېټې کاري تګلارې پر موضوع باندې بحث وشو.
همداراز د ناستې په لړ کې، د استراس او افسوټر امارتي شرکتونو پر اړوند موضوعاتو خبرې وشوې.
په پای کې پر یو شمېر متفرقه موضوعاتو د بحث سربېره یو لړ پرېکړې هم ترسره شوې.