د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/3/20 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت په پام کې لري، تر څو د ۳۰ متره ګرین فیلډ ټاورونو د تدارک او برابرولو پروژې په داوطلبۍ کې، چې د کوډ شمېره یې (AFTEL/1405/G-10/NCB) ده، ګډون وکړي.


ټولو پر شرایطو برابرو اشخاصو ته بلنه ورکول کېږي چې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، همدارنګه دې د شرطپاڼې سافټ کاپي د ملي تدارکاتو وېبپاڼې (www.mcit.gov.af) څخه ترلاسه کړي؛ خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو، د قراردادونو د قانون او د افغان ټېلي کام مخابراتي امارتي شرکت د تدارکاتي کړنلارو له شرایطو سره سم، په تړلې بڼه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۴/۱۳ نېټې، د چهارشنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې وسپاري.


یادونه: د داوطلبۍ غونډه د یاد امارتي شرکت د کنفرانسونو په تالار کې جوړېږي؛ ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.


پته: د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل


د لا زیاتو معلومات لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:

۰۲۰۲۱۰۹۱۸۴

https://www.afghantelecom.af/en/opportunities/procurement-