د امارتي شرکتونو لوي ریاست
خبرتیا!
1405/3/21 00:00
Mumtaz خبرونه

خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي پراختیا امارتي شرکت د لومړي ځل لپاره، د هېواد د سوداګریز سکټور د ملاتړ او د تولیدي لګښتونو د کمولو په موخه، د بلخاب ولسوالۍ د (تګاب تخت)، (ګلورز) او (ګواخ) د حوزو اعلی درجه سکاره په خورا کمې بیې سره بازار ته وړاندې کوي.


د دې غوره فرصت په نظر کې نیولو سره د یادو حوزو د ډبرو سکاره له ۷۰۰۰ څخه لوړه تودوخه(GCV) تولیدوي، هغه چې ستاسو د فابریکو او تولیدي کارخونو لپاره د تر ټولو لوړ کیفیت تضمین کوي؛ همداراز د دې سکرو تعرفې او مالیې داسې تنظیم شوي دي چې ستاسو د سوداګرۍ ګټه په کورني او سیمه‌ییز بازار کې خوندي وساتي.


یادونه: د چارو د لا چټکتیا لپاره، د تسلیمۍ او بارګیرۍ په ټولو پړاوونو کې د پام وړ اداري اسانتیاوې رامنځته شوې دي، ترڅو ستاسو په کارونو کې له هر ډول ځنډ څخه مخنیوی وشي.


د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسئ:

0798098554 ـ 0765855121 ـ 0202929000