دُبۍ کې د آريانا د خرڅلاو عمومي څانګه پرانېستل شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آريانا افغان هوايي شرکت، مسافرينو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د متحده عربي اماراتو په دُبۍ ښار کې په رسمي ډول د خرڅلاو عمومي څانګه (General Sales Office) پرانېستله.
دا نوې څانګه به د ټکټونو د پلور، د مسافر وړونکو او کارګو خدمتونو د وړاندې کولو، د مسافرينو د لارښوونې، د سوداګريزو اړيکو د پراختيا او پېرودونکو ته د غوره خدمتونو برابرولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د يادې څانګې پرانېستنه د آريانا افغان هوايي شرکت په نړيوال سوداګريز مرکز کې د حضور د پياوړتيا او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د لا پراختيا په برخه کې يو مهم ګام بلل کېږي.
پته: ۱۲م دفتر، ۲۷م منزل، بیز ایلیټ سوداګریز مرکز، شیخ راشد ټاور، ټرېډ سنټر ۲، د دُبۍ نړیوال سوداګریز مرکز (DWTC)، دُبۍ - متحده عربي امارات
د اړيکې شمېرې: +971504019366 - +971527977714 - +971563910087