د بغلان له خنجانو څخه تر نوآباد اندراب پورې د برېښنا رسونې پروژې پرانېسته وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ هېوادوالو ته د برېښنا خدمتونو وړاندې کولو په دوام، دا ځل د ۴۰ میلیونو افغانیو په ارزښت، د بغلان خنجانو ولسوالۍ څخه د نوآباد اندراب اړوند مسیر کې د مېشتو ځايي اوسېدونکو لپاره د برېښنا شبکې غځونې چارو د پیل پرانېستنه وکړه.
په دې پروژه کې بېلابېل ظرفیت لرونکي ۱۶ پایې ترانسفارمرونه شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې له دوه نیم زرو ډېر پېرودونکي د لومړي ځل لپاره د برېښنا له چوپړتیاوو برخمن شي.
د افغانستان برېښنا شرکت د هېواد لرې پرتو ولسوالیو او کلیو ته د برېښنا شبکې غځونې چارې په متوازن ډول د ټاکلي پلان له مخې پر مخ وړي.