د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او یونیسف ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه
1405/3/23 00:00
Mumtaz خبرونه

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او یونیسف ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د یونیسف مؤسسې ترمنځ د ښاري فاضلابو د مدیریت په برخه کې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د یاد امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم د یونیسف مؤسسې د اوبو، فاضلابو او حفظ‌الصحې د چارو له مسؤلې آغلې فرای تنهام سره لیدنه او خبرې اترې ترسره کړې.


په دې غونډه کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، د هېواد په ښارونو او مهمو مرکزي سیمو کې د فاضلابو د مدیریت د اوسني وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د دې ادارې د فعالیتونو، ظرفیتونو او شته امکاناتو په اړه یې هر اړخیز توضیحات ورکړل. 


ښاغلي کظیم زیاته کړه چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو د مدیریت د ښه‌والي او پراختیا لپاره مشخص پروګرامونه او طرحې تر کار لاندې لري، چې عملي کېدل یې وخت، پانګونې او د همکارو بنسټونو پراخو همکاریو ته اړتیا لري.


ورپسې آغلې فرای تنهام د فاضلابو د اغېزمن مدیریت پر اهمیت او د عامې روغتیا په تأمین کې د هغه پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې یونیسف مؤسسه له دې برخې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او په پام کې لري چې د مستقیمو همکاریو ترڅنګ، د خصوصي سکټور او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار زمینه هم برابره کړي.


د غونډې په پای کې دواړو لوریو د همغږۍ پر دوام او خلکو ته د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې خدمتونو د لا ښه والي لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.